Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسپورتټولنه

ایراني روزونکي د افغانستان والیبال مشري په غاړه آخیستی دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې مشري د ایران تجربه لرونکي روزونکي حمید موحدي پر غاړه واخیسته.

ښاغلی محمدي چې نن کابل ته راغلی، د ملي لوبډلې د لوبغاړو د استخدام او انتخاب مسوولیت به هم په غاړه ولري.

نوموړی به سبا (پنجشنبه) په کابل کې د ملي لوبډلې د چمتووالي کمپ پیل کړي.

دغه ایراني روزونکی به د دوو میاشتو لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې مشري وکړي او ټاکل شوې چې د ایران او بنګله دېش په اسیايي سیالیو کې د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button