اکبر موسسه: د افغان مېرمنو پر کار بنديز کې روغتيايي او ښوونيز بنسټونه شامل نه دي
دید خبرې آژانس: په نا دولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو په اړه د اسلامی امارت له نوي فرمان وروسته اکبر موسسې اعلان وکړ، چې په دې بندیز کې د روغتیا، پوهنې، د لرې پرتو سیمو لپاره کارکوونکې او هغه مېرمنې چې له محرم سره کار ته ځي، شاملې نه دي.
د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د اکبر موسسې ته چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو اینجوګانو د چارو د انسجام مسوولیت لري، په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې که دغه حکم عملي نه کړي، جواز به یې لغوه شي.
د سرپرست حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر کړی چې “په خپلو اړوندو څانګو کې د ټولو ښځینه کارکوونکو کار ودروي.”
له دې حکم وروسته اکبر موسسې په کابل کې د اسلامی امارت د اقتصاد وزارت له چارواکو سره کتلي دي.
اکبر لیکلي، چې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ادارو ښځینه کارکونکې له دې بندیز څخه مستثنا دي.
دغه راز هغه ښځینه کارکوونکې چې انلاین یا لرې پرتو سیمو کې کار کوي، کولی شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
دغه سازمان زیاته کړې، هغه کارکوونکې چې له محرم سره دفترونو ته ځي، د اسلامی امارت له حکم څخه مستثنا دي.
اکبر سپارښتنه کړې، چې ښځینه کارکونکې دې “بشپړ او مناسب حجاب واغوندي او محرم باید ورسره وي”.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې یوازې له کور څخه تر دفتره د حجاب اغوستل کافي نه دي، بلکې په دفترونو کې هم باید وڅارل شي.
له دې سره، د ښځینه کارکوونکو لپاره جلا ننوتل، ارام ځایونه او د لمانځه جلا خونې باید په پام کې ونیول شي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې په دفترونو کې باید د ښځینه کارکوونکو شتون توجیه شي.
د بېلګې په توګه، که دوی د روغتیا یا پوهنې په برخه کې کار کوي، دا مسله باید په روښانه توګه تعریف شي او د دوی د شتون موخه باید روښانه وي.