اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اڅکزی: پاکستان حکومت د پښتنو د ځپلو اراده لري

دید خبرې آژانس: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د پاکستان حکومت د پښتنو د ځپلو اراده لري.

نوموړي د چمن پرلت کوونکو ته په وینا کې ویلي، پاکستان د چمن په ګډون په دغه هېواد کې د پښتنو روزګار او ژوند ته ستونزې جوړوي.

اڅکزي د چمن پرلت ته په وینا کې ویلي چې د پاکستان دا کړنه به ښې پایلې ونلري.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی وايي: دا چمن د اڅکزیو او د نورزیو او د فلاني نه دی، اوس دا خبره د پاکستان د ټولو ګوندونو سر ته لوېدلې ده او په ځانګړې توګه د پښتنو ځینو ګوندونو سر ته لوېدلې ده چې پښتانه څوک په ارامه نه پریږدي.

محمود خان اڅکزي د چمن پر پرلت کوونکو د پاکستاني پوځیانو وروستي بريدونه هم وغندل.

اڅکزي وایي د سپين بولدک – چمن پر دروازه به پر پاسپورټ او ویزې تګ راتګ هيڅکله ونه مني.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي و ویل: دا لیکه ده او له دې لیکې اخوا زما تربور دی، دلته نورزی دی، هلته نورزی دی، دلته اڅکزی دی هلته اڅکزی دی، دغې خپلې ځمکې له زه په پاسپورټ نه ځم.

نهه مياشتې وړاندې د پاکستان حکومت له لوري د چمن – سپين بولدک پر دورازه د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو غبرګون کې د چمن اوسېدونکو پرلت پیل کړ چې لاهم روان دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا