دید خبرې آژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی او ویلي یې دي، چې باید د ځینو اهدافو پر ضد د بریدونو د ځنډ په اړه فکر وشي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د شخړې د هواري لپاره دا ډول مذاکرات اړین دي.
بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ به یو اوکرایني پلاوی په لندن کې د انګلستان، فرانسې او امریکا له استازو سره خبرې وکړي. نوموړي ویلي چې اوکراین د رغنده خبرو لپاره چمتو دی، خو ادعا یې کړې چې د روسیې اقدامات د جګړې دوام ته لاره هواروي.
زلنسکي همداراز د بریتانیا له صدراعظم کییر ستارمر سره د مفصلو او ښو خبرو یادونه هم کړې ده.
ولادیمیر پوتین بیا ویلي، چې لوېدیځو هېوادونو له خوا اوکراین ته ورکړل شوې وسلې د تور بازار لور ته تللي او دا یوه جدي اندېښنه ده.