افغانستانروستي خبرونهټولنه

اوچا: وچکالۍ د افغانستان خلک سخت زیانمن کړي دي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، وچکالۍ د افغانستان خلک سخت زیانمن کړي دي.

اوچا: وچکالۍ د افغانستان خلک سخت زیانمن کړي دي

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۲۳) وویل چې په افغانستان کې وچکالي د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوې ده.
د اوچا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
اوس مهال د یوې سیر غنم بیه شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ، د اوړو یوه بوجۍ ۲۷۰۰ افغانۍ او د پنځه لیتره غوړیو بیه شاوخوا زر افغانۍ ده.
دغه راز د سره صليب نړيوال سازمان هم د خلکو د پېرودلو توان د کمښت او د خوراکي توکو د بيو د بې ساري لوړوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا