اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

اوچا: ماین چاودونو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۹۲ تنه قربانيان آخیستی دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي په ۲۰۲۴ کال کې، د بودجې کمښت د ماین پاکولو او د ماین له قربانیانو سره د مرستې پروګرامونه ګواښي، چې له امله یې د ۳،۴ ملیونونو کسانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۹۲ تنو ته د ماینونو چاودونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه اداره وايي،‌ د چاودېدونکو توکو د زیانونو قربانیان له ۱۰ څخه نهه یې ماشومان وو.

د اوچا له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ماین چاودنو له امله نږدې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د ماشومانو د لوبو پرمهال او ۱۵ سلنه مرګ ژوبله د اوسپنیزو توکو د راټولولو پر مهال اوښتې ده.

اوچا وايي، له ۱۹۸۹ کال راهیسې، ۴۵۰۰۰ افغانان د ځمکنیو ماینونو او د جګړې د پاتې شونو چاودیدونکو توکو قرباني شوي

دغې ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ماین چاودنو ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.

په ۲۰۲۴ کال کې، د بودجې کمښت د ماین پاکولو او د قربانیانو سره د مرستې پروګرامونه ګواښي، چې له امله یې د ۳،۴ ملیونونو کسانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چې چاپيریال یې د ځمکنیو ماینونو او د جګړي په پاتې شونو ککړ دی.

اوچا ویلي، نږدې څلور میلیونه افغانان د زیانمن کېدو له دوامداره ګواښ سره مخ دي.

د دغې ادارې د اټکل له مخې ۱،۲ میلیونه متره مربع ځکه په مایونونو او چاودېدونکو توکو باندې ککړه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا