اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

اوچا: د افغانستان روغتیايي سیستم د پاشل‌تيا په حال کې دی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د دغه هېواد روغتیايي سیستم د پاشلتيا په حال کې دی او اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

اوچا په یوه نوي تحلیل کې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر مياشتې پورې د بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړي، ویلي چې د طا-لبانو د درې کلنې واکمنۍ لاندې افغانستان سره څه باندې ۶.۷ میلیارده ډالره مالي مرستې ترلاسه کړي دي، خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران لا هم دوام لري.

دغه سازمان د طا-لبانو له خوا د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د بندیزونو او محدوديتونو زیاتوالی یو له هغو عواملو څخه ګڼي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په هېواد کې دغه کړکېچ لا پسې پیاوړی کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان یوازې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۳،۳ میلیارده ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

په ورته وخت کې، اوچا د بانکدارۍ په سکتور کې د ګډوډۍ له امله رامنځته شوي سخت اقتصادي کمښت او د دوه اړخېزو پراختیایي همکاریو ناڅاپي ځنډ، د خوړو د ناخوندیتوب د کچې لوړوالی، فقر او وچکالي په هیواد کې د اوسني بحران د نورو عواملو په توګه یاد کړي دي.

په دې تحلیل کې راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له ۳۹۲ لارښوونو څخه ۷۱ یې چې په بشري فعاليتونو کې مستقیماً د افغان ښځو پر ګډون په اغېزې کوي.

اوچا وايي، د طا-لبانو دغو لارښوونو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

له بلې خوا په دغه تحليل کې ويل شوي چې د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د بودجې کمول به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اوسنيو بشري فعاليتونو دوام ناشوني کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا