اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

اوچا:۲۳.۷ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره «اوچا» وایي، چې واک ته د طا-لبانو له رسېدو درې کاله وروسته د ۹.۲مېلیونه ماشومانو په ګډون د افغانستان نیمایي خلک چې ۲۳.۷ مېلیونه خلک کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د یوه لنډ راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان له یوه سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان ۲۳.۷ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، ۱۲.۴ مېلیونه یې د خوړو خوندیتوب نه لري او ۴۸ سلنه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي.

په راپور کې راغلي، چې بشري مرستې د تېرو کلونو پرتله په چټکۍ سره کمې شوې دي.

دغه سازمان وایي، چې د ژوند ژغورنې پروګرامونو د دوام لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

د راپور له مخې، د څلوېښت کلنو جګړو او د بې وزلۍ څخه بیا رغونه د خورا سختې لوړې کچې د خوارځواکۍ، اوږدمهاله بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، طبیعي پېښې، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیمي بدلون اغېزې او خورا سخت سیاسي وضعیت، د سختو شرایطو له امله خلک له دغو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

دغه سازمان وایي، چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او ازادۍ محدودیتونه هم هغه لاملونه دي چې مرستو او ځینو خدمتونو ته یې د دوی لاسرسی پیکه کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا