اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

اولاف شولتز؛ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه ډېر ژر پرېکړه کو

دید خبرې آژانس: د جرمني لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ده حکومت به ډېر ژر د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړي.

اولاف شولتز وویل چې هغه افغانستان او نورو هیوادونو ته په ځانګړې توګه د مجرمانو د ایستلو چارې پرمخ وړي او د دې کار لپاره چمتووالی نیسي.

د دویچې ویله د راپور له مخې، شولتز د چهارشنبې په ورځ په برلین کې یوه کنفرانس ته وویل، «ما په ښکاره وویل چې موږ د ایستلو لړۍ پلې کوو، په ځانګړې توګه افغانستان او نورو هېوادونو لکه سوریې ته د مجرمانو ایستلو ته چمتو والی نیسو.»

د جرمني لومړي وزیر په وینا د ایستلو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې جرمني غواړي ناقانونه کډوالي راکمه کړي او پریکړه به وکړي چې «څوک جرمني ته د ورتلو وړ دي».

ورته مهال، شولتز وویل د دې لپاره چې جرمني د «سوکاله او بډایه هیواد» پاتې کیدو لپاره، دا اړتیا لري چې د غیر اروپايي هیوادونو په ګډون کافي کارګران راولي.

شولتز دا هم وویل چې جرمني غواړي د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو بهیر چټک کړي.

افغانستان ته د پناه غوښتونکو د ویستلو فشار وروسته له هغه زیات شو چې د غبرګولي په میاشت کې د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا یو جرمنی پولیس ووژل شو.

افغان وګړي سلیمان عطايي د غبرګولي په ۱۱ مه د یوې ښي اړخې اسلام ضد ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې ټپي کړ او بیا په روغتون کې مړ شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا