اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونه

اوراسيا: د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان د« ترهګرو ډلو په ځاله» بدل شوی

دید خبرې آژانس: د اوراسيا خبري-شنونکي شبکې په یوه مقاله کې ویلي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان د «ترهګرو ډلو او سازمانونو په ځاله» بدل شوی دی.

په مقاله کې راغلي چې د دوحې تړون ته د طا-لبانو له ژمنو سربېره؛ د دوی تر ولکې لاندې افغانستان د «ترهګرو» ډلو په خوندي پټنځای بدل شوی دی.

په مقاله کې د القا/عدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، دا/عش خراسان او تحریک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ډلو نومونه ياد شوي چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې فعالیت کوي.

خو طا-لبانو تر دې مخکې تر خپل واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعاليتونه رد کړي دي.

خو دغې خبري- شنونکي شبکې د پاکستاني چارواکو د ويناوو په استناد ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ټي ټي پي د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خوندي پټنځایونو څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

په مقاله کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران د نفوذ په اړه د امریکا اندېښنې «مخ په زیاتېدونکي کړکېچ» کېدی شي دغه هېواد د یوې بلې جګړې په لور يوسي.

اوراسيا د افغانستان (جیو پولیټیکل) موقعیت د افغانستان د دوامدارو او لسیزو اوږدو ستونزو یو لامل بللی دی.

وړاندې د پاکستان استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو، «په افغانستان کې طا-لبانو د ټي ټي پي له خوا د پولې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تېره اوونۍ په ټنګار سره ویلي و چې اسلام اباد کولای شي په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو پر پټنځایونو بریدونه وکړي.

هغه پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د اسلام آباد دل ممکنه اقدام مشروع وباله او زیاته یې کړه چې د طا-لبانو  لخوا د «د ترهګرو ډلو ملاتړ » لکه ټي ټي پي په دليل دا عمل د نړیوالو قوانینو خلاف نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا