اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

اوتونبایوا: افغانستان لپاره یوازې ۳۰ سلنې غوښتل شوې بودیجه ترلاسه شوې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، افغانستان لپاره د بشري مرستو په موخه له درې میلیارده ډالرو غوښتل شوې بودیجې یوازې ۹۰۰ میلیونه یې ترلاسه کړې دي.

روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته ویلي، د افغانستان د شتمنیو ګنکل کیدو دغه هېواد کې د خصوصي سکټور د پرمختګ مخه نیولې ده.

نوموړې زیاته کړه چې، افغانستان کې د ۲۶۰ ثابتو او سیارو روغتیایي مرکزونو فعالیتونه چې لومړني روغتیایي خدمات یې وړاندې کول، درول شوې دي چې دوه اعشاریه نهه میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي او په خبره یې، تمه ده چې راتلونکو میاشتو کې د ۱۷۱ نورو روغتیایي مرکزونو فعالیتونه هم و دریږي.

روزا اوتونبایوا و ویل: « زه ډېره اندېښمنه چې ۲۰۲۴ کې د افغانستان بشري مرستې یوازې ۳۰ سلنې تمویل شوي دي. له درې میلیارده ډالرو چې اړتیا وه، شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه شوې دي.»

د امنیت شورا غونډې ته ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق و ویل: « د افغانستان ۸۵ سلنې خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي، ۲۳ میلیونه خلک د خوړو نه خوندیتوب له جدي حالت سره مخ دي او او شپږ میلیونه نور د ولږې له ګواښ سره مخ دي.»

دغه غونډه کې د ازبیکستان او قزاقستان استازو هم افغانستان کې پر اقتصادي ثبات ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له سیمه ییز اقتصادي نظام سره د افغانستان یوځای کېدل د منځنۍ اسیا په ګټه دي.

د قزاقستان استازي و ویل: « د افغانستان خلک د ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري. افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت دوام د منلو نه دی.»

د ازبیکستان استازي بیا و ویل: « موږ په دې باور یو چې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره باید د ملي اقتصادي پر جوړولو او پر ټرانسپورټي پروژو تمرکز وشي.»

د اقتصاد وزارت وايي، اقتصادي بندیزونو، د افغانستان د شتمنیو ګنکل کېدو، او د بشري مرستو کمښت د بې وزلۍ د زیاتوالي لاملونه دي او د اقتصادي پراختیا لپاره باید نړۍواله ټولنه له افغانستان سره خپل اقتصادي تعاملات پراخه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري طلوع‌نیوز ته و ویل: « هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتوالي مهم لاملونه د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل دي چې خصوصي سکټور یې هم اغېزمن کړی دی. موږ غواړو چې ژر تر ژره د افغانستان د خلکو شتمنۍ ازادې شي او ترڅنګ یې کاري او زیربنایي پروژو ته موږ پاملرنه کوو چې افغانستان اقتصادي پرمختګ چټک شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) دغه راز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې، بشري مرستو لپاره څه د پاسه اووه میلیارده ډالر او د څه باندې څلور میلیارده ډالر بیا د افغانانو د بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو لپاره ځانګړي شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا