اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اوتنبایووا: د سیمې هېوادونه لا هم له افغانستانه د تروریزم د خپرېدو په اړه اندېښن دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا وايي، د سیمې هېوادونه لا هم له افغانستانه د تروریزم د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

مېرمن اوتنبایووا تېر ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره رابلل شوې وه، د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

هغې وویل: “سیمه له افغانستانه د تروریزم یا هم افراطیت د بالقوه خطر د خپرېدو په اړه د باور وړ اندېښنې لري، دوی دغه راز د مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې د لا پراخې همکارۍ د اړتیا لپاره هم اندېښنه لري، خو د ثبات د ملاتړ لپاره د عملي مشارکت له لارې هڅې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې مهمې دي او باید دوام ومومي.”

تر دې مخکې د نړۍ ځینو هېوادونو په افغانستان کې د القاعده او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په څېر د افراطي ډلو د حضور په باب اندېښنه ښوولې وه.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د غبرګولي یا جوزا پر ۱۱مه د قزاقستان په الماتي ښار کې یوې غونډې ته ویلي وو، په افغانستان کې ځینې افراطي ډلې ځای پر ځای شوي، ځکه نو مسکو اړ شوی د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیت د ښه کېدو لپاره ځینې ګامونه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا