اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اوتنبایوا: چې طا-لبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي

دید خبرې آژانس: روزا اوتنبایوا د یوناما مشره وايي، د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتونو د سلا مشورو له مخې یو پراخ توافق شته، چې د طا-لبانو اداره به په رسمیت نه پېژني.

روزا اوتنبایوا د طا-لبانو په رسمیت پېژندنه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې او د اساسي قانون جوړول د مسایلو مشروطه حل وګڼل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د سپټمبر په میاشت کې د خپل پلان راپور خپور کړ، چې ټاکل شوې په روانه میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په دغه راپور کې د افغانستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د تېرو درېیو میاشتو پر بدلونونو او د افغانستان په اړه د دغه سازمان پر ممکنه لارو چارو او اقداماتو بحث شوی دی.

د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د مالي او مشارکت مشرې لیزا ډوټن د جون په ۲۱مه امنیت شورا ته وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اغلې ډوټن وویل، چې د اقلیم د بدلون ناوړه اغیزې په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له بنسټ ایښودونکو څخه منيژه وافق هم د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې د طا-لبانو د محدودیتونو په اړه امنیت شورا ته وضاحت ورکړی دی.

مېرمن وافق ويلي، چې د افغان مېرمنو مشارکت او حقونه یوه اساسي او د خبرو اترو وړ موضوع نه ده.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د اګست په ۱۵مه اعلان وکړ، چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې د نجونو لپاره ثانوي او لوړې زده کړې په کې منع دي.

دغه سازمان وايي، له هغه وخته چې طا-لبان واک ته رسېدلي دغې ډلې په قصدي توګه ۱.۴ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو څخه بې برخي کړې دي.

د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډی کارلو د دوحې له غونډې وروسته وویل، که څه هم طا-لبانو په دې ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره په مستقیم ډول خبرې اترې ونه کړې؛ خو دغې ډلې د عامه ژوند په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور له اړتیا څخه په کلکه خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا هم ویلي، چې طالبانو د اګست په ۲۱مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ افغانستان ته پر سفر بندیز ولګاوه.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د ښاغلي بېنېټ راپورونه «په تعصب او بې اساسه کيسو» ولاړ دي، چې د افغانستان او خلکو ګټو ته زیان رسوي.

طا-لبانو د اګست په ۲۱مه د دغې ډلې د مشر له خوا د «امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون» توشيح کړ.

دغه قانون د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.

د «غيري محرم» نارینه و سره د ښځو خبرې نه کول او په لوړ غږ د کتاب لوستل هم په دې بنديزونو کې شامل دي.

دغه قانون له ښځو هم غوښتي، چې عمومي ځايونو کې خپل مخونه پټ کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایو وویل، دغه قانون د افغانستان لپاره یوه غمجنه راتلونکې انځور کړې ده.

د طا-لبانو د «امربالمعروف قانون» د غندلو لپاره د موافقې نشتوالی

ملګري ملتونه وايي، د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طا-لبانو د «امربالمعروف د قانون» په توشيح کولو نیوکه کوله؛ خو د دغې شورا د دوو غړو له خوا له دغې پرېکړې سره مخالفت وشو.

دغه سازمان ویلي، چې دواړو هېوادونو استدلال کړی، چې د قانون توشيح د افغانستان لپاره یوه «داخلي مساله» ده.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغو دوو غړو نومونه نه دي اخیستي؛ خو د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې چین او روسیه په دې باور دي، چې نړۍواله ټولنه باید د بشري حقونو په څېر مسایلو ته په پام سره له افغانستان سره مرسته وکړي.

په راپور کې راغلي، چې بیجینګ او مسکو هم له فشارونو پرته له طا-لبانو سره د خبرو او تعامل پلوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دوو غړو د طا-لبانو د نوي قانون په اړه د انتقادي بیان له خپرولو سره مخالفت وکړ او استدلال یې وکړ، چې یوناما لا هم د طا-لبانو د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون د پایلو په اړه څېړنه کوي.

دوی دا هم ويلي، چې امنیت شورا په خپلو پخوانیو متنونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ننګونه په ګوته کړې ده.

له بلې خوا د امنیت شورا یو شمېر غړي لکه فرانسه، برېتانیا، امریکا او د دوی په څېر هېوادونه استدلال کوي، چې که طا-لبان په رسمیت وپېژندل شي او پراختیايي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړي، باید نړیوالو نورمونو ته غاړه کېږدي.

د راپور له مخې، یو شمېر هېوادونه په دې باور دي، چې پر طا-لبانو باید فشارونه وساتل شي، په ځانګړې توګه د دې ډلې د هغو تګلارو په ځواب کې، چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د افغان ښځو د حقونو په اړه غیر رسمي غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره یوه مهمه مساله ده.

سازمان وړاندیز کړی، چې د شورا غړي کولی شي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازو، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د بشري حقونو عالي کمېشنر دفتر او د افغانستان مدني ټولنې سره غیر رسمي ناسته وکړي.

په راپور کې راغلي، چې په دې غونډه کې به پر طا-لبانو د دې ډلې د تګلارو او ښځو په وړاندې د چلند له امله د فشار راوړلو په اړه بحث وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا