اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

اوتنبایوا سبا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه وینا کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا سبا چهار شنبه (د سپټمبر په ۱۸مه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه وینا کوي.

یوناما په اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه ناسته به د کابل په ځايي وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو په نیویارک کې پیل شي.

په دغې لنډې لیکنه کې راغلي، چې نوموړې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

که څه هم ملګرو ملتونو په دې تړاو نور څه نه دي ویلي؛ خو ښایي په دغې ناسته کې د طا-لبانو د امر بالمعروف له‌خوا نوی توشیح شوی قانون هم د دغې ناستې غوښنه موضوع وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا