اوتنبایوا: افغان ښځينه زده کوونکو د راتلونکې کاري ځواک دی
دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په کابل کې د «امام ابو حنیفه» له درېیم جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه.
هغې په نندارتون کې يې له يو شمېر ښځينه زده کوونکو سره وليدل او هغوی يې د «افغانستان راتلونکی کاري ځواک» ياد کړ.
د نندارتون د پيل په مراسمو کې د ایران د چابهار د سیمه ییز پلاوي مشرې حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې د ګډون اجازه ورکړل شوې.
د طا-لبانو د اعلامیې له مخې؛ په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ خونې د چارواکو تر څنګ ګڼو مېلمنو ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې ښځې په غونډو کې له ګډونه منع کړي او حتا د دوی غږ یې « عورت» ګڼلی دی.
يوناما د چهار شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې روزا اوتنبايوا د هېواد په بیارغونه او د ثبات په ټينګښت کې د خصوصي سکټور پر حياتي رول ټينګار وکړ.
هغې ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دي.
په کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵ مه) نېټه پيل او ټاکل شوې څو ورځې نور هم دوام وکړي.
د معلوماتو له مخې، چې په دغه نندارتون کې ٧٠٠ کورنيو او بهرنيو شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د یوناما مشرې په داسې حال کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر سوداګرو په پرله پسې ډول د ملاتړ د نه درلودلو او د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.