اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

اوباما نتانیاهو ته “افغانستان ته د پټ سفر وړاندیز” کړی و

دید خبرې آژانس: د اسراییل لومړي وزیر د سې شنبه په ورځ وویل، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ورته افغانستان ته د سفر وړاندیز کړی و. نتانیاهو وویل، چې د دې سفر موخه د امریکايي ځواکونو له لورې د سیمه ییزو افغان ځواکونو د روزلو له بهیر څخه لیدل وو.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سې شنبه په ورځ د تل ابیب په یوه محکمه کې د فساد په تور شاوخوا څلور ساعته محاکمه شو.

په داسې حال کې چې څارنوالۍ په قضیه کې نوموړی په مالي فساد او د رسنیو د توجه جلبولو په تړاو تورن کړ، خو د اسراییل لومړي وزیر د اسراییلو د امنیت په ټینګښت کې د هغه د کړنو د رول یادونه وکړه.

نوموړي هلته له بارک اوباما سره د ايران او فلسطين پر سر خپلو ژورو اختلافاتو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې اوباما د يوه خپلواک فلسطيني دولت جوړول غوښتل.

نتنیاهو وویل، چې اوباما ایران ته د ګواښ په سترګه نه، بلکې د یو فرصت په سترګه کتل.

د اسراييل لومړي وزير د امريکا د بهرنيو چارو له پخواني وزير جان کري سره د اختلاف يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، چې کري د غزې له لوېديځې غاړې څخه د اسراييلي ځواکونو وتل غوښتل.

د محکمې په ناسته کې د اسراييل لومړي وزير افغانستان ته د خپل سفر په اړه د اوباما د غوښتنې په اړه وويل:«اوباما وړانديز وکړ چې زه افغانستان ته يو پټ سفر وکړم او وګورم چې امريکايي ځواکونه څنګه سيمه ييزو ځواکونو ته روزنه ورکوي.»

نتنیاهو زیاته کړه:«ما هغه (اوباما) ته وویل، چې په کومه شېبه چې تاسو له افغانستان څخه ووځی، دا ځواکونه به د اسلامپالو ځواکونو تر فشار لاندې سقوط وکړي او همداسې هم وشول.»

نتنیاهو تر دې مخکې هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې ویلي وو، چې د اوباما او جان کري له خوا ورته افغانستان ته د سفر وړاندیز شوی و.

نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې په دغه کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ورته وړاندیز وکړ، چې د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونه دې د فلسطیني سیمو د اداره کولو لپاره وروزل شي.

نوموړي د دې نظر د امکان د ثابتولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا د روزنې پروګرام ته اشاره وکړه، چې افغانستان ته ولاړ شي او د روزني پروسه له نږدې وګوري.

د دغه کتاب له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل:« نتانیاهو، زه غواړم افغانستان ته ستاسو لپاره یو پټ سفر ترتیب کړم. تاسو به په خپلو سترګو ووینئ چې موږ څومره ستر کار وکړ، چې افغان پوځ دې ته چمتو کړو چې زموږ له وتلو وروسته د هېواد واک په خپل لاس کې ونیسي.»

نتانیاهو په ځواب کې وویل:«جان، دا هر وخت چې تاسو له افغانستان څخه ووځئ، طا-لبان به هغه ځواکونه له منځه یوسي چې تاسو روزلي دي.»

د اسراييل لومړي وزير په دغه کتاب کې ليکلي، چې د امريکا له لید لورې خلاف پر اسلامپالو او فلسطيني ځواکونو باور نه لري او نه به د فلسطين د خاورې کنټرول يوې خپلواکې ادارې او فلسطيني امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا