Uncategorizedاسلایدشوراپورنړۍ

انډري بیلوسوف: ‎روسیه باید احتمالي جګړې ته چمتو وي

دید خبرې آژانس: د روسیې د دفاع وزیر انډري بیلوسوف په یوه غونډه کې ویلي، چې روسیه باید په راتلونکو لسو کلونو کې له ناټو سره د جګړې په ګډون د ګڼو سناریوګانو لپاره چمتووالی ونیسي..

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، بیلوسوف د ډسمبر په ۱۶مه د ناټو سره د احتمالي مقابلې په اړه د تېرې جولای په میاشت کې د واشنګټن د سرمشریزې په جریان کې د ناټو غړو هېوادونو په نظریو او نتیجو کې غیر مشخص بدلونونو ته اشاره وکړه.

نوموړي وویل:”جګړې ته چمتووالی د هغو پرېکړو څخه څرګندېږي چې د روان کال د جولای په میاشت کې د شمالي اتلانتیک ټلوالې په سرمشریزه کې شوې وې. دا د متحده ایالاتو او د ناتو د نورو هېوادونو په نظریاتي اسنادو کې هم منعکس کېږي.”

د ناټو او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې متحدینو یې اوکراین ته د وسلو او نورو مرستو په ورکولو پیل وکړ.

په غونډه کې د وینا پر مهال بیلوسوف ادعا وکړه، چې اوکراین د بشپړې جګړې په جریان کې “نږدې یو میلیون خلک” له لاسه ورکړي، چې دا د کییف او لوېدیځو رسنیو له خوا ورکړل شویو شمېرو نه لوړ دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له روسیې سره په جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه ویلي، چې د اوکراین ۴۳۰۰۰ سرتېري وژل شوي او ۴۰۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې اکانومیسټ د کییف د تلفاتو شمېر له ۶۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې اټکل کړی او ۴۰۰۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button