اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ
انوارحق کاکړ د پاکستان موقت لومړی وزیر شو
دید خبری آژانس: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف د اپوزیسیون له مشر سره موافقه کړې ده چې له بلوچستان څخه انوارحق کاکړ د موقت حکومت د لومړی وزیر په توګه وټاکی.
د بلوچستان سناتور انوارالحق کاکړ به ډېر ژر د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.
د پاکستان د پخواني حکومت لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هیواد د اپوزیسیون مشر راجه ریاض په دې برخه کې یوه موافقه او یو سند لاسلیک کړ.
تمه ده چې سناتور انوارالحق به ژر حلف واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي تېره اوونۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د دغه هېواد پارلمان منحل کړ.