انس حقاني: دا/عش د حکومت او خلکو په منځ کې ځای نهلري
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني له العربیه شبکې سره په ځانګړې مرکه کې پر خلیلالرحمن حقاني برید کې د اسلامي امارت د کسانو لاس لرل رد کړي دي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي چې، دا/عش د سرپرست حکومت د غړو او هېوادوالو ترمنځ ريښه نهلري.
انس حقاني ویلي:«لکه څنګه چې، مې مخکې وویل، دا/عش په حکومت او خلکو کې ریښه نهلري او دا ناشونې ده چې، دا/عش دې په حکومت کې ریښه ولري، دا حکومت له داسې خلکو جوړ شوی چې، جهاد یې کړی فکر او شعور لري، دا/عش یوه منحوسه ښکارنده ده.»
ښاغلی حقاني دغهراز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار کوي چې، داعش په هېواد کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره هېڅ دلیل نهلري.
نوموړی زیاتوي چې، اقتصادي پروژې او له نړۍ سره تعاملات رامنځته شوي او دا پرمختګونه د دا/عش او هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ دي چې، نهغواړي په افغانستان کې ثبات راشي.
د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني څرګنده کړې:«داعش د خپلو فعالیتونو د توجیه کولو لپاره هېڅ دلیل نهلري، اوس اقتصادي پروژې شته او له نړۍ سره تعامل پیل شوی، دا پرمختګونه د دا/عش او هغو کسانو لپاره چې، په افغانستان کې ثبات نهغواړي د اندېښنې وړ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست خلیلالرحمن حقاني د برید پړه دا/عش ډلې پر غاړه اخیستې ده.