اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

امیر خان متقي په کابل کې پر موټرسایکل ګرځي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ډله چې تل په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کوي، دا ځل یې یو لوړپوړی چارواکی په موټر سایکل سپور او د کابل په سړکونو ګرځي. په خواله رسنیو کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر انځورونه او ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او ظاهرا داسې ښودل کېږي، چې نوموړی له ساتونکي پرته ګرځي.

د «امارت اسلامي‌ اردو» پر خپلې اېکس پاڼې تایید کړې، چې پر موټرسایکل سپور کس د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دی.

ځینو طا-لب پلوو پر اېکس همدا جمله لیکلې: «افغانستان اوس د امن څادر اغوستی، چې له وزیر تر فقیر هر څوک په کې ډاډه ژونداو کار و بار کولی شي.»

د متقي دا کړنه له ګڼو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

افغان خبریال بلال سروري د متقي ویډیو پر اېکس خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: «د جرمونو لوړ ګراف، وسله والې غلاوې، د طا-لبانو ضد ډلو لکه (اې اېف اېف) (اېن ار اېف) او (ای اېس کې پي) له خوا وژونکو بریدونو وروستۍ لړۍ په داسې یوه وضعیت کې ګورو، چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ښه امنیت انځور وړاندې کوي.»

د اېکس یوه بل کاروونکي لیکلي: «افرین دې د موټرسایکل پر ټایرونو وي چې دومره غټ بار زغمي.»

دغه راز یوه بل کاروونکي بیا لیکلي: «دا د تېر په یاد یې چلوي، چې په کویټه کې یې تر دې لوړ څه نه لرل.»

طا-لب چارواکو په وار – وار سره ادعا کړې ده، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د هېواد خاوره په بشپړه توګه د یادې ډلې په واک کې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو طا-لب چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

اخوا د طا-لبانو د کورنیو چارو وزير هم ویلی و، چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»

طا-لب چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو او د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا