Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

امیری استعفا وکړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» ویلې له خپلې دندې استعفا کوي.

امیري نن پر اېکس پاڼه لیکلي چې د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې له ورځې هممهاله استفعا کوي.

هغې زیاته کړې د بشري حقونو پر بنسټ له افغان ښځو  دفاع او د هغوی لپاره کارکول ورته لوی ویاړ و.

مېرمن امیري څرګنده کړې چې ډېر کار پاتې دی، خو په وینا یې په تېرو درېیو کلونو کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د مبارزې پیاوړي بنسټونه جوړ شوي دي.

هغې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له زړورو ښځو او نارینه وو ملاتړ وکړي.

امیر د افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې په تېرو درېیو کلونو کې لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي چې د دغه بهیر دوام به افغانستان د یوې روښانه او د بشري حقونو پر بنسټ ولاړې ټولنې پر لور بوځي.

هغې دغه راز د ښځو د حقونو په اړه د د اسلامی امارت د کړنو پر وړاندې د زیات فشار غوښتنه  کړې ده.

په افغانستان کې باورونه دا دي چې ډیپلوماتیک فشار د اسلامی امارت پر درې کلنو ناوړه کړنو دومره اغېز نه دی کړی.

د افغانستان خلک ټینګار کوي چې ځواک او زور کولای شي اسلامی امارت بدلون ته اړ باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button