اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امیري هیوادونو ته: له طالبانو سره د اړیکو له عادي کېدو ډډه وکړي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا استازې د طا-لبانو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا انتقادي غونډې ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې له طا-لبانو سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.

رینا امیري وویل چې د طا-لبانو په چلند کې باید «ژور بدلون» راشي.

رینا امیري وویل، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ختمول او د افغانانو حقونو ته درناوی د افغانستان د راتلونکي ګډې موخې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې په څنډه کې وکړې.

په دې ناسته کې هېوادونو د طا-لبانو د امربالمعروف پر قانون سختې نیوکې وکړې. د جرمني استازي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او نه دی بدل شوی.

رینا امیري له دې مخکې ویلي و چې له طا-لبانو سره د اړیکو عادي کول به د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د افراطي تګلارو د پای ته رسولو په شرط وي.

هغې تېره اوونۍ هیل ورځپاڼې ته وویل چې د طا-لبانو د ښځو ضد تګلارې لکه د دغې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر به بالاخره د طا-لبانو د نسکورېدو لامل شي.

په دې وروستیو کې ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي امارات چې په منځني ختیځ کې د امریکا ملګری دی، د طا-لبانو استازی د سفیر او د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا