اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

امیري: د ښځو په اړه د طا-لبانو له نوې تګلارې پرته به د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شي

ډیډ خبري اژانس: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، تر څو چې طا-لبان د ښځو په وړاندې خپل چلند بدل نه کړي، د دوی غوښتنو ته به هېڅ پام ونه شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د «افغانستان د جنسیتي توپیر» په نوم غونډه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د ښځو او نجونو حقونو ته پام وکړي.

اميري وويل، تر څو چې طا-لبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې نوې تګلاره غوره نه کړي، د هغوى غوښتنو ته به هېڅ پام ونه شي.

باید وویل شي، چې د بشري حقونو یو شمېر نورو فعالانو او د نړۍ د هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې بندیزونه غندلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا