اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

امیرخان متقی د کورني او بهرني سیاست د تنظیمولو مسولیت په غاړه واخیست

ډید خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په موقت ډول د کورني او بهرني سیاست د تنظیمولو دنده پر غاړه واخیسته.

د «اسلامي امارت» ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له هغه وخته چې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ناروغه دی، نو امیرخان متقي به د څه مودې لپاره دغه مسوولیت پر غاړه ولري.

ذبیح الله مجاهد وايي: «دوه موارد د بهرنیو چارو وزیر ته سپارل شوي چې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو تعقیب او بیا د بیا کتنې لپاره یې واستول شي او د دوی د دفتر د سیاسي مرستیال کار او فعالیتونو ته دوام ورکړي».

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې کېږي چې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال په غونډو او لیدنو کې نه دی حاضر شوی.

د لومړي وزیر د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو او رسمي چارو عمومي رییس حسن حقیار وویل: «موږ هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې بېرته خپلو دندو ته راستانه شي. دوی حکومت ته مشوره ورکوي او په مشورو کې برخه اخلي؛ خو وروسته له دې چې ډاکټرانو د استراحت سپارښتنه وکړه، دوی خپل دفتر ته نه دي راغلي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا