اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو بحث کوي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي پر ټاکلو بحث کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي رسنیو ته ویلي، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش به د دې ګومارنې په اړه راپور وړاندې کړي.

د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ۲۷۲۱ پریکړه لیک تصویب کړ او له ګوترش یې وغوښتل چې په ۶۰ ورځو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د خپلې مشورې راپور ورکړي.

طا-لبانو له دې ګومارنې سره مخالفت کړی، چې د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک مهم اړخ دی.

تمه کیږي چې ځانګړی استازی به د یو ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د هڅو مشري وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا