اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

امنیتي ادارې دې د اختطاف، هدفي وژنو او نا امنیو مخه ونیسي

د ننګرهار ولایتي شورا له لوري د دې ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي او ملي امنیت رییس جنرال صبور د یو شمېر انديښنو په اړه د غبرګولي په دیارلسمه د شورا مقر ته راغوښتل شوي وو.
د شورا رییس الحاج احمد علي حضرت په جلال اباد ښار کې د اختطاف او هدفي وژنو له ‌‌‌‌‌‌ډیریدو اندیښنه وښوده او همدا راز یې وویل چې پاکستاني نظامیان اوس هم په لالپورۍ ولسوالۍ راکټونه ویشتي او غوړکۍ کې له ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښې رامخکې شوي چې تر اوسه یې پر ضد عکس العمل نه دی ښودل شوی.
ښاغلي حضرت د ملي امنیت رییس ته وویل، مخکې له دې چې ښار ته ترهګر ننوځي باید مخه یې ونیول شي.
د ننګرهار ملي امنیت رییس په ځواب کې وویل، تر اوسه نهه کسه مهم اختطافچیان نیول شوي او د نورو مهمو ‌‌‌‌‌‌ډلو د نیول کیدو لپاره هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستاني نظامیان راکټونه په ځينو سرحدي سیمو اوس هم ولي، خو مخکې راتګ یې نه دی کړی.
‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناصر کاموال او عبیدالله شینواری د ملي امنیت رییس ته وویل، په ولسوالیو او حوزو کې د ملي امنیت مامورینو خپل اصلي وظایف هیر کړي او بې ځایه مداخلې کوي.
د ملي امنیت رییس ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړو چې لازم اصلاحات به خپله اداره کې ژر تر ژره رامنځته کړي.
‌‌‌‌‌‌د شورا مرستیال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر لعل محمد دراني او د شورا غړي اجمل عمر امنیه قوماندان ته وویل چې ښار کې غیرې مسووله وسله وال ‌‌‌‌‌‌ډیر شوي، د تورو شیشو او بې پلیټه موټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډیرۍ شوي چې پولیس یې باید مخه ونیسي.
د شورا غړو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناصر کاموال او اسرار الله مراد امنیه قوماندان ته زیاته کړه، ولسوالیو کې د شپې له لوري ګزمې نه لري او فساد پکې نهايي حد ته رسیدلی چې حتی د جلب لپاره هم پيسې غواړي.
همدا راز ولسوالیو کې غصب مشخص کسان کوي، ولایتي شورا او ولسونه پولیسو سره همکار دي چې مخنیوی یې وکړي.
نیلوفر عزیز د ښار په چیک پواينټونو کې منظمه تالاشي نشته او ولې سره له دې چې په را‌‌‌‌‌‌ډيو ټلویزیون مخکې له مخکې د برید مالومات و او امنیت یې نه و نیول شوی؟
حیمرا رفیع وویل، ښار کې امنیتي تشویشونه ‌‌‌‌‌‌ډیر شوي چې انجونې له ویرې په اسانۍ مکاتبو ته نه ځي چې دا باید رفعه شي.
امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي خپلو خبرو کې د امنیت د ټينګولو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړو، خو د پولیسو د کم تشکیل څخه یې شکایت وکړ.
رحیمي وویل، مرکز د تشکیل د ‌‌‌‌‌‌ډيریدو وعده کړې وه، مګر تر اوسه یې نه ده پوره کړې.
بل زه هم مشکلات لرم، ښار کې زه کم تشکیل لرم، ځکه تالاشي منظمه نه کېږي. ولسوالیو کې هم نا امني ده او رسیده ګي به ورته هر وخت کوو.
د شورا غړو ذبیح الله زمري او سهراب قادري د امنیتي ځواکونو قهرماني وستایله او غوښتنه یې وکړه چې باید نور هم کارونو کې کوششونه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا