امر بالمعروف وزارت:د ښځو حقونو په نوم نیوکه، دوهګونی چلند او سیاسي فشار دی
دید خبرې آژانس: د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د ۱۷ هېوادونو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې د ښځو د حقونو په نوم، پر دغه وزارت نیوکه د نړۍوالې ټولنې دوهګونی چلند او د اسلامي امارت پر ضد یو ډول سیاسي فشار دی.

د دې وزارت ویاند، سیفالسلام خیبر ویلي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، د ښځو، ماشومانو او د ټولنې ټولو قشرونو ته اسلامي احکام عادلانه حقوق ټاکلي دي.
ښاغلی خیبر وايي:«د بشري او ښځينه حقونو په نوم د امربالمعروف او نهې عنالمنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت پر قانون، فعالیت او کړنلارې نیوکې د هغو نړۍوالو دوهګونو معیارونو ښکاره ثبوت دی، چې د بشري حقونو تر شعار لاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي.»
تېره ورځ (شنبې، د سلواغې په ۲۷مه) د ۱۷ هېوادونو ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو، چې د کاناډا، استرالیا، جرمني او د اروپایي ټولنې استازي هم پهکې شامل وو، په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
دوی همداراز ویلي، چې هېڅ دولت به د ښځو په حذفولو سره تلپاتې سوله، سوکالي او پایېدونکی راتلونکی ونهلري.
د ۱۷ هېوادونو د ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیې کې راغلي:«نن د ټولې نړۍ ښځینه بهرنیو چارو وزیرانې سره راټولې شوي؛ څو د ا.ا چارواکو له لوري په افغانستان کې په سیسټماټیک او دوامداره توګه د بشري حقونو د نقضولو او په ځانګړې توګه پر هغو مسایلو چې، نجونې او ښځې اغېزمنوي خبرې وکړې.»
د ښځو د حقونو د برخې فعاله فریال سعیدزاده په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«ښځې او نارینه په ټولنه کې ارزښتناکه رول لوبوي. د ښځو له ګډون پرته نهشو کولای د پرمختګ، د هېواد پراختیا موخو ته ورسېږو.»
دوی همداراز په دې اعلامیه کې سوله ییز او سوکاله افغانستان په دې پورې تړلی چې د دغه هېواد په راتلونکې کې د ښځو په ګډون ټول افغانان ونډه ولري او همداراز یې له نورو هېوادونو هم غوښتي چې، د افغانستان په اړوند مسایلو کې باید د ښځو بشپړ او معنا لرونکې مشارکت تضمین کړي.
د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«موږ پوهېږو چې سولهییز او سوکاله افغانستان یوازې په هغه صورت کې رامنځته کېږي، چې د نجونو او ښځو په ګډون ټول افغانان د خپل هېواد په راتلونکې کې ونډه ولري او له دغه بهیر سره مرسته وکړي. په دې کې هغه بحثونه او پرېکړې هم شاملې دي چې، په هېواد کې دننه او یا هم په نړۍواله کچه کېږي.»
د دغې اعلامیې لهمخې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده؛ خو اسلامي امارت بیا نجونې هم له طبي زدهکړو منعه کړې دي.