افغانستانروستي خبرونه

الله ګل مجاهد:

 امریکا په افغانستان کې د داعش او طالبانو مالي ملاتړ کوي

د ولسي جرګې غړو امریکا دداعش پر مالي ملاتړ تورنه کړه.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد کې وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي، چې امریکا د ټولو روانو جګړو تر شا ولاړه ده او د جګړې ددوام لپاره غواړي لا ډېر سرتېري افغانستان ته راولېږي. په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد وویل، چې امریکا هم داعش ته وسلې ورکوي، هم د طالبانو ملاتړ کوي او هم د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده.

د نوموړي په وینا امریکا نه غواړي افغانان په امنه فضا کې ژوند وکړي نو له همدې امله د جګړې د ښکېلو اړخونو ملاتړ کوي او په دې مینځ کې افغانان وژل کېږي. نوموړي پر ولسي جرګه غږ وکړ، چې ټول دې یوه خوله شي او د امریکا د اېستلو غږ دې اوچت کړي. دده په وینا تر هغه چې بهرني پوځيان په افغانستان کې وي دلته د امن او ثبات راتګ ناشونی کار دی.

مجاهد زیاته کړې چې له امریکا سره دې امنیتي تړون لغوه شي او افغانان دې پخپلو کې سره کینې او ستونزې دې حل کړي. نوموړي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې ټولې وسله والې ډلې د امریکا په ملاتړ جګړه کوي او که امریکايان دلته نه وي دغه ډلې پخپله له منځه ځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا