دید خبرې آژانس: د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان او یمن کې ددغه هېواد د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستو د بندېدو پخلی کړی دی.

د یاد وزارت ویاندې ټمي بروس په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دا پرېکړه په مرستو کې د اسلامي امارت د لاسوهونې په اړه له اوږدې مودې راهیسې د معلوماتو د ارزونې پر اساس شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده زیاتوي:«موږ د لومړیتوبونو پر اساس د خوړو نړۍوال پروګرام ځینې پروګرامونه وتړل؛ خو اساسي ټکی دا دی، چې دغه پروګرامونه په لویه کې د افغانستان او یمن لپاره تړل شوي دي.»
بل لورته اقتصاد وزارت یوځل بیا له امریکا غوښتي، چې له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نهکړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې هکله وايي:«د نړۍوال سازمان بشري مرستې یوه مهمه برخه ده، چې په کړکېچنو حالاتو کې له خلکو سره مرسته کوي او په اقتصادي ودې، د ټولنې په پرمختګ، او د بېوزلۍ او نابرابرۍ په کمولو کې مهمه ده او باید په سیاسي موخو کې ترې کار وانهخیستل شي.»
تېره ورځ رویټرز خبري اژانس هم خبر ورکړ، چې ټرمپ غواړي د افغانستان لپاره پاتې مرستې هم بندې کړي.