اسلایدشوافغانستان

امریکا: هیحکله مو فکر نکول چې جمهوریت حکومت په ۱۱ ساعتونو کې ړنګ شي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس د یو نوي راپور په غبرګون کې چې نوی ېې خپور کړی وايي، په ټولو ارزونو کې یې داسې وړاندوینه نه وه کړې چې د اشرف غني حکومت دې داسې ژر ړنګ شي.

د دغه وزارت په وینا، اشرف غني له سقوطه یوه ورځ مخکې بلېنکن ته ویلي و چې تر مرګه به جنګېږي.

په هغه وینا پاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، راغلي چې د افغانستان له سقوطه یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو جارو وزیر انتوني بلېنکن له اشرف غني سره په ټلیفون غږېدلی و.

ښاغلي غني ورته ویلي و، چې «تر مرګه» جګړې ته چمتو دی او نه پرېږدي چې افغانستان د طا-لبانو لاس ته ورشي؛ خو یوه ورځ وروسته له افغانستانه ووت.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي وايي، پرته له کوم شرطه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ‌وتلو دې ته لاره هواره کړه چې د افغانستان پخوانی رژیم ړنګ شي.

د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر مایکل مکال تېره ورځ سي بي اېس شبکې ته ویلي و، چې د بایډن حکومت د افغانستان شرایطو ته په نه پاملرنې له هغه هېواده خپل ځواکونه واېستل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان حکومت د ۲۰۲۱ کال د اکسټ تر ۶مې ټول ولایتونه په خپل واک کې لرل؛ خو د یوې اونۍ په ترڅ کې ټول ولایتونه سقوط شول او (د اګست په ۱۵مه) د اشرف غني له وتو سره سم طالبان کابل ته د ورننه شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس له راپور سره همغږی دی، چې د دوحې تړون د طا-لبانو له بري سره مرسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت هم دغه تړون نیمګړی بولي، ځکه د افغانانو تر منځ یې خبرې اترې ګډې وډې کړې او «طا-لبانو یې دومره ځواکمن کړل، چې په تېرو ۲۰ کالو کې هومره نه و ځواکمن شوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سنتکام د قوماندان جنرال مکنزی له قوله ویلي، چې «د دوحې تړون لاسلیکولو د افغانستان پر دولت او د هغه هېواد پر ځواکونو ډېر منفی اغېز پرئویستی و.»

دغه وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو او اغېزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستانه د ځواکونو وتل «اسانه» چاره نه وه او دغه څه د ټرامپ له حکومته بایډن ته په میراث پاتې شوي و.

د امریکا کانګرس بایډن په دې تورنوي، چې د پوځي کارپوهانو او د امریکا له نورو بنسټونو سره یې له سلا مشورو پرته په ځانته سر له افغانستانه د ځواکونو د اېستو پریکړه کړې وه؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کوي، چې ولسمشر بایډن د امریکا د خلکو ګټو ته په کتو، د امریکا ډېره اوږده جګړه پای ته ورسوله.

دغه وزارت د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو تورنوي او وايي:« دغه ناسم اطلاعات د دې لامل شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غیر سیاسي کارکوونکو شهرت او نوم ته زیان ورسوي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا