اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

امریکا مېشت اعتراض کوونکي: نړۍ باید د افغانانو ملاتړ وکړي

دید خبرې آژانس: په ویرجینیا کې يوشمېر اعتراض کوونکو په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو د ۲۳ کلیزې په مناسبت یو پرېکړه لیک صادر کړ او له نړۍ یې وغوښتل چې طا-لبان د یوې «ترهګرې ډلې» په توګه په رسميت وپېژني او د «د دغه رژیم د نسکورولو» لپاره د افغانانو ملاتړ وکړي.

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي، «د افغانستان خلک او د امريکا خلک دواړه د ترهګرۍ قربانيان دي. طا-لبان یوه ترهګره ډله ده او د هغوی پر تاوتريخوالي متمرکز رژیم د افغانستان خلکو او نړیوال امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

امريکا او نړيواله ټولنه بايد طا-لبان د يوې ترهګرې ډلې په توګه په رسميت وپېژني. موږ د نړۍ پر حکومتونو غږ کوو چې د دې ترهګريز رژیم په نسکورولو کې د افغانانو ملاتړ وکړي او طا-لبان سره دې د دوى لخوا د روانو جنایتونو له امله حساب وکړي.»

په امريكا کې مېشت دغه افغان اعتراض کوونکو پر امريکا او نړيوالې ټولنې همدارنګه غږ وکړ، چې له طا-لبانو سره لاس يو نه کړي او هغوى ته له مشروعيت ورکولو ډډه وکړي.

دوى په ياد پرېکړه لیک کې، دوی د نړیوال تعامل لپاره د بديل په توګه ښځینه رهبرانې، مدني ټولنې او ځوانانو مشران معرفي کړل، چې کولی شي د «آزادو او عادلانه ټاکنو» تر ترسره کېدو پورې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.

په ویرجینیا کې دغه اعتراض کوونکي وايي، د طا-لبانو له خوا د ښځو او نجونو په سیستماتیکه ځپنه د «بشري حقونو سخته سرغړونه» ده او نړۍ باید په افغانستان کې «جنسيتي تبعیض» په رسمیت وپيژني.

دغه هېوادوالو په پرېکړه لیک کې ویلي چې طا-لبان د مذهبي اقلیتونو په وړاندې تاوتریخوالي کوي چې «د بشري حقونو او د عقیدې له آزادۍ» څخه سرغړونه ده.

ياد هېوادوال همداراز وايي چې د افغانستان د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه هره پرېکړه باید د ټاکنو له لارې د افغانانو له خوا تصویب شي او یا هم د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې «لږ تر لږه د ټولپوښتنې» له لارې ترسره شي.

په ویرجینیا کې اعتراض کوونکو زیاته کړې چې د طا-لبانو پر وړاندې ودرېدل د انسانیت، عدالت او انساني کرامت لپاره درېدل دي او نړیواله ټولنه او امریکا باید په دې برخه کې کلک او اصولي دریځ غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو واک ته له رسېدو راهیسې د هیواد د وګړو پر اساسي بشري حقونو سخت بندیزونه لګولي دي.

تازه، طا-لبانو د « امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون»  تر سرليک لاندې قانون توشيح کړى چې آن په عامه ځایونو کې چې نارينه پکې شتون ولري د ښځو غږ حرام ګڼي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا