اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکا له طا-لبانو سره مستقیمې مالي مرسته نه کوي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر يو ځل بيا ټینګار وکړ چې امریکا له طالبانو سره «مستقیم مالي مرستې» نه کوي.

مېلر پرون شپه( دوشنبې شپه، زمري په لمړۍ نېټه) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، «کله چې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو خبره کېږي، نه، په واضح ډول مونږ له طالبانو مالي مرسته نه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني تګلارې له مخې له افغانستان سره د مرستندويه بنسټونه نه دي ارزولي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي امکان شته.

په همدې حال کې له دې مخکې د کانګریس يو غړي تیموتي بروچیټ دغه مجلس ته د يوې طرحې په وړاندې کولو د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت سختې نیوکې وکړې چې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو د رسولو مخه یې نه ده نیولې.

تیموتی د کانګرس په ناسته کې وویل: « د امریکا د خلکو پیسې (د مالیه ورکونکو پیسې) نباید زموږ دښمنانو ته ورکړل شي.»

هغه د چنګاښ په ۵ مه اعلان وکړ چې دغه مجلس «طا-لبانو ته د امريكا د [خلکو] مالیاتو د پیسو د لېږلو د منع» په نوم یوه لايحه تصويب کړه.

د يادولو وړ ده، که دغه لایحه په سنا کې تصویب شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به اړ وي چې د امریکا تر څنګ د هغو هېوادونو په اړه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان سره مرستې کړي، راپور وړاندې کړي.

پر دې سربېره، دغه لایحه د امریکا له بهرنیو چارو وزارت همداراز غوښتنه کوي چې نور هېوادونه دې ته وهڅوي چې د دوی لخوا مرسته شوې پیسې د طا-لبانو لاس ته ونه رسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا