اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

امریکا: طا-لبان په رسمیت نه پیژنو

دید خبري آژانس: په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طا-لبان په رسمیت نه پیژني او د ښځو پر وړاندې به د دوی له سیاستونو ملاتړ ونه کړي.

لیندا توماس ګرینفیلډ د سه شنبې په ورځ (د اسد ۱۰) په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې افغان نجونې باید زده کړو ته لاس رسی ولري او د دغه هیواد ښځې هم باید کار ته ولاړې شي.

لینډا توماس ګرینفیلډ وویل: «مونږ پر طا-لبانو فشار ته دوام ورکړی دی. موږ طا-لبان نه پیژنو. موږ له طا-لبانو سره د هغوی د پرېکړې له امله هېڅ ډول مرسته نه ده کړې چې نجونې ښوونځيو ته نه لېږي».

هغه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه اخیستې ده ویلي دي چې د خپلې دورې پر مهال به د بشري حقونو مسالې حل کړي او افغانستان به یې لومړیتوب وي.

د طا-لبانو د نه پيژندلو په اړه د ليندا توماس ګرين فيلډ ټينګار په داسې حال کې کيږي چې امريکايي استازو په دې وروستيو وختو کې په قطر کې له طا-لب چارواکو سره ليده کاته او خبرې اترې کړي دي.

په هرصورت، د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په متضادو څرګندونو کې ویلي چې هغې د دې ډلې له پلاوي سره په خبرو کې برخه اخیستې وه او د «افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو لخوا یې له طا-لبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی و».

د افغانستان مدني فعالانو او متعرضانو د امیري دغه څرګندونې ناسمې وبللې او له هغه یې وپوښتل چې د بشري حقونو کوم مدافع له طا-لبانو سره د اړیکو غوښتنه کړې؟

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا