اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

امریکا د طا-لبانو څخه مالي ملاتړ نکوي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طا-لبانو سره د امریکا د مالي ملاتړ راپورونه رد کړل.

هغه په یوه تازه (سه شنبه-شپه د چنګاښ  ١٩) خبري کنفرانس کې ويلي چې له طا-لبانو څخه د امریکا د مالي ملاتړ راپورونه ناسم دي او امریکا له طا-لبانو هېڅ ډول مالي ملاتړ نه کوي.

ښاغلي ميلر په دې ناسته کې زياته کړه: « له افغانانو سره د طا-لبانو چلند له نږدې څارل کېږي او واشنګټن په عامه غونډو او خصوصي ناستو کې د طا-لبانو استازو ته څرګنده کړې چې له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې  په پرېکنده ډول له افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو سره د هغوی د چلند پورې اړه لري.»

تر دې مخکې د بشري حقونو ځینو ډلو او افغان لاريون کوونکو ښځو د مرستو د بندېدو غوښتنه کړې وه او ادعا یې کوله چې امریکا طا-لبانو ته په اونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالره ورکوي.

د ښځو د حقونو یو شمېر ډلو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دا اونیزې مرستې «طا-لبان د خلکو د حقونو؛ په ځانګړې توګه د هيواد د ښځو له حقونو په سرغړونو کې لا زړور کړي.»

له بل پلوه د بشري حقونو یو شمېر ډلې ادعا کوي چې طا-لبان دغه پیسې په سیمه کې د «ترهګرۍ» د تمویل او هغوی ته د نژدې «ترهګرو» ډلو د تمویل لپاره کاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا