اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

امریکا د طا-لبانو قطر دفتر ته هر کال ۱۲۰ میلیونه ډالره بودجه ور کوي

دید خبرې آژانس: د سي آی اې پخوانۍ مامورې سارا ادمز د طا-لبانو په تړاو د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او وایي، واشنګټن ددې ډلې د قطر دفتر ته هره میاشت ۱۰ میلیونه ډالر ور کوي او د اونیزو بشري مرستو تر څنګ هرځل، ۴۷ میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم ترلاسه کوي.

نوموړې وایي، چې د طا-لبانو او القا/عدې ترمنځ نږدې اړیکو ته په پام، دا بودجه په غیر مستقیم ډول القا/عده او د هغې امریکا ضد دریځونه پیاوړي کولای شي.

سارا ادمز استدلال کوي چې له القا/عدې او په دې ډلې پورې تړلو جنګیالیو او طا-لبانو ترمنځ د اړیکو له تثبیت سره سره دې ډلې ته ۱۰ میلیونه ډالره میاشتنۍ بودجې د طا-لبانو مشرتابه پیاوړې کړې ده.

ادمز د القا/عدې د مشرانو او طا-لب مشرانو ترمنځ کورنیو اړیکو او خپلمنځي ودونو ته په پام وايي، چې ددې ډلې ملاتړ ګواښناک دی.

هغه وایي، د ملا برادر لور ملا یعقوب ته او د ملا یعقوب خور حمزه بن لادن ته ناسته ده.

نوموړې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی، چې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر ۱۱مې په څېر یوې بلې پېښې له رامنځته کېدو وړاندې له طا-لبانو سره پر مرستو بیا کتنه وکړي.

د سي آی اې دغه پخوانۍ ماموره په ۲۰۲۱ کال کې له افغان ځواکونو د امریکا هوایي، تسلیحاتي او تدارکاتي ملاتړ کمېدو ته په اشاره وايي، دې چارې د طا-لبانو بري ته لاره يرانېسته اوپایله دا شوه، چې افغانستان د بن لادن کورنۍ او اړوندو جنګیالیو په پوځي مرکز بدل شي.

ادمز پر خپل اېکس لیکلي، «موږ نه یوازې افغانستان طا-لبانو ته په لاس ورکړ، بلکې بن لادنانو ته مو وسپاره».

دغه پخوانۍ امریکايۍ ماموره وايي، چې طا-لبان له ترهګرۍ سره مبارزه کې له واشنګټن نه منظمه بودجه اخلي خو په بدل کې یې هیڅ «عملي معلومات» نه دي وړاندې کړي.

سارا ادمز وايي، کابل ته په اونۍ کې د ۴۰ میلیونو ډالرو برعکس چې خلکو ته ویل کیږي، ۸۷ میلیونه ډالر استول کیږي ، چې د پخوا په پرتله دوه برابره شوي. هغه وايي، دې دا خبرې ډاګیزې کړې دي او دا یې هم د کانګرس غړو ته ویلي، چې څه ډول له دې مرستو نه ۱۱۰ میلیونه ډالره په افریقا کې د القاعدې جنګیالیو ته رسېدلې دي.

سارا ادمز له دې وړاندې هم د روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې په «ریزیلېنټ» خپرونه کې ویلي و، چې طا-لبان له امریکا نه د بشري مرستو تر څنګ هرځل، ۴۷ میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم ترلاسه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا