اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

امریکا د سپټمبر د ١١ له عاملینو سره معامله لغوه او ممکن دوی اعدام کړي

دید خبرې آژانس: د امريکا د دفاع وزير لويد آسټن پرون ورځ( جمعه، د زمري ١٢) له خالد شيخ او د هغه دوو ملګرو سره د چې د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو په پلانولو تورن شوي وو، لاسليك شوي تړونونه لغوه کړل.

د رویټرز په وینا،دغه  دریو تورنو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سره هوکړه کړې وه، که دوی د مرګ له سزا سره مخ نه شي چمتو دي چې پخپل جرم اعتراف وکړي.

د يادولو وړ ده، چې د يادې پېښې دا تورن کسان دا مهال د امریکا په پوځي زندان ګوانتانامو کې بندیان دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، سوزان سکالير چې د پنټاګون د ګوانتانامو د جګړې د محکمې څارنه کوي، د قضیې په اړه د محاکمې دمخه هوکړې ته د رسیدو څخه لیرې کړ او دا مسؤلیت او اختيار یې په خپله غاړه واخیست.

آسټین په یوه يادښت کې لیکلي: «د خپلو واکونو په پلي کولو سره، سمدلاسه له محاکمې دمخه درې قراردادونه لغوه کوم.»

له دې وړاندې د استازو د جرګې رٸيس مایک جانسن او د سنا د لږکيو مشر میچ مک کانیل په ګډون  په کانګرېس کې ډېری جمهوري غوښتونکو، په دې تړون سختې نیوکې کړې.

د يادونې وړ ده، چې د ګوانټانامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا جوړ شو او د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د بهرنیو «وسله وال» مشکوک کسان هلته  لېږدول.

محمد خالد شیخ د نیویارک ښار پر نړیوال سوداګریز مرکز او پر پنټاګون د تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو د پلانونو په طرحه کولو تورن دى.

دوه نور تورن او بندیان چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سره هوکړې ته رسیدلي وو؛ خو ښاغلي آسټن پرون ياد تړونونه لغوه کړل، ولید محمد صالح بن عطاش او مصطفی احمد ادم الحوساوي نومېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپټمبر د یوولسمې بریدونو په نیویارک کې نږدې درې زره کسان ووژل او متحده ایالات یې په افغانستان کې د دوه لسیزو جګړې ته اړ کړل.

امریکا د ترهګرۍ سره مبارزې، القا/عدې او د طا-لبانو رژیم چې د القاعدې او د هغې د مشر همکار او ملاتړي وو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته داخل شول.

خو له ۲۰ کلونو وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او طا-لبان بېرته په دغه هېواد کې واک ته ورسېدل.

د راپورونو له مخې طا-لبانو له القا/عدې سره اړیکې نه دي پرې کړي او اوس هم د دغې «ترهګرې»شبکې ملاتړ ته دوام ورکوي.

تازه، یوې عربي رسنۍ راپور ورکړی چې طا-لبانو په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته سیف العدل ته چې ويل کېږي د القاعدې مشر دى ویلي د هغه مړينه پټه وساتي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا