اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

امریکا د دا/عش ډلې د کنترول لپاره له طا-لبانو څخه کار آخلی

دید خبرې آژانس: اېن بي سي نیوز لیکې دی چې متحده ایالات د دا/عش سره د مبارزې په خاطر له طا-لبانو سره د استخباراتي همکاریو د پراخولو لپاره کار کوي.

دې خبري اژانس د دوو باخبرو سرچینو او یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي، «د بایډن اداره غواړي چې د دا/عش د مخ په زیاتېدونکي ګواښ په پام کې نیولو سره د دې ډلې د کنټرول لپاره له طا-لبانو څخه کار واخلي.»

راپور وايي، په لوېدیځ کې داسې ګونګوسې شته چې دا/عش غواړي پر دغو هېوادونو بریدونه وکړي.؛ خو دا وړتیا نه لري.

اېن بي سي نیوز وايي، لوېدیځ په مسکو کې د موسیقۍ پر یوه کنسرت له برید وروسته د دا/عش ګواښ جدي نیولی دی.

د یادولو وړ ده چې دا/عش خراسان ډلې تر دې وړاندې هم د ایران په کرمان ښار کې یو برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

اېن بي سي نیوز راپور ورکړى: «له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو او په افریقا کې د لویدیځ نفوذ په کمېدو، د دا/عش د فعالیتونو په اړه د استخباراتو اطلاعاتو راټولول کمزوري شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې (اېف بي آيې) ۱۲ تاجکستاني وګړي دا/عش خراسان ډلې سره د تړاو په شک ونیول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا