روستي خبرونهنړۍ

امریکا ته د روسیې ګواښ

روسیې امریکا ته ګواښ کړی او ویلي دی که د امریکا حکومت ددوی دیپلوماتیکي ودانۍ خوشي نه کړي، امریکايي دیپلوماټان به له هیواده وشړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا سره به همکاري او اړیکې په داسي حال کې ډیرې ستونزمنې وي چې دوی د اوباما د ولسمشرۍ راهیسي زمونږ دوه دیپلوماتیکې ودانۍ تر کنټرول لاندي ساتلي دي. په داسي حال کې چې یادې ودانۍ د سفارتي حرمت څخه برخمنې وي. د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زخاروف رسنیو ته نن د جمعې په ورځ وویل چې تر اوسه هم د روسیې ودانۍ نه دي سپارل شوي، واشنګټن نه یوازي په دې  کې ناکامه شوې چې زمونږ سفارت کاران یې له هیواده شړلي بلکې په دې کې هم ناکامه شوي چې د هغوی پر ځای نورو روسي سفیرانو ته د امریکا ویزې ورکړي.

او زیاته کړې چې امریکا لږ تر لږه باید روسي سفارتکارانو ته اجازه ورکړي چې دغه ودانیو ته ورشي. «مونږ ددې ځواب ورکولای شو، په موسکو کې د امریکا د سفارت کارکوونکې تر هغه زیات دي چې مونږ یې په واشنګټن کې لرو، وخت په ختمېدو دی، که چیري امریکا زمونږ ودانۍ خوشي نه کړي، مونږ به په ورته عمل لاس پوري کړو.» باید وویل شي چې د باراک اوباما په وخت کې وروسته تر هغه په نیویارک او میرلانډی ایالتونو کې د روسیې دوه دیپلوماتیکي ودانۍ امریکا په خپل کنټرول کې واخیستې کله چې یې پر روسیې باندي په انتخاباتو کې د ښکېلتیا تور پوري کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا