اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکا: افغانستان کې د مذهبي ډلو د ازادیو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

دید خبرې آژانس: د امریکا د مذهبي ازادیو دولتي کمېسیون وايي، په افغانستان کې د مذهبي ډلو د ازادیو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

دغه کمېسیون پر طا-لبانو تور پورې کړی، چې د مذهبي ازادیو څخه سرغړونه کوي او د دغې ډلې پر چارواکو یې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.

دغه کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه) خپور شوی، له واشنګټنه وغوښتل چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان دې «د اندېښنې وړ هېوادونو» په ډله کې وشمېري.

د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د ټولو افغانانو په شخصي او مذهبي ازادیو په تېره بیا د ښځو، مذهبي لږکیو لکه شیعه مذهبو، احمدیه، سیکانو، هندوانو او مسیحانو بندیزونه زیات کړي او دغه لړۍ یې روانه ساتلې ده.

طا-لب چارواکو د محرم په شپو ورځو کې وویل، چې د ماتم کوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې د عاشورا مراسم محدود او په ځانګړو سیمو کې دې تر سره شي.

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون وايي، چې طا-لبانو د شیعه مذهبو ازادۍ محدودې کړې دي.

دا/عش په څو پېښو کې د افغانستان په پلازمېنه کې د شیعه مذهبو پر مذهبي ځایونو بریدونه کړي او طا-لبان په دې کې پاتې راغلي، چې پر شیعه مذهبو د داعش د بریدونو مخه ونیسي.

د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر شیعه مذهبو خپلو بریدونه ته دوام ورکړی.

دا/عش د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې د پلخمري په امام زمان جومات برید وکړ.

طا-لبانو ویلي و، چې په هغې پېښه کې اووه تنه وژل شوي؛ خو سرچېنو ویلي و، چې په یاده پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي وو.

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون د طا-لبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په توپیري او تبعیضي چلند تورنوي او د طا-لبانو له‌خوا د اخلاقي جرمونو په تور په عام محضر کې د خلکو په دورو وهلو ته دوام ورکوي.

دغه کمېسیون د امریکا له حکومته غواړي، پر هغو طا-لب چارواکو بندیزونه ولګوي چې د مذهبي ازادیو مخه نیسي او د هغوی شتمنۍ دې کنګل کړي.

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون ویلي، چې طالبانو تېر کال یو شمېر خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او د مذهبي لږکیو خلک نیولي دي.

د مذهبي ازادیو کمېسیون د امریکا له حکومته غوښتي، چې افغانستان دې د هغو هېوادونو په نوملړ کې راولي چې هلته د خلکو د ازادیو په اړه اندېښنې زیاتې دي.

دغه کمیسیون ویلي، چې د طا-لبانو سره د تعامل او لېدو کاتو پر مهال دې امریکايي ډیپلوماتان د هغوی سره په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وضعیت هم خبرې وکړي.

د امریکا د مذهبي ازادیو نۍوال کمېسیون یوه خپلواکه اداره ده، چې په کال ۱۹۹۸ کې جوړه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا