اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکایی وکیلان: له افغانستان سره د امریکا ډالري مرستې باید ودرول شي

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو یوه ډله یو نوی لایحه وړاندې کولو په حال کې دي، چې له مخې به یې د طا-لبانو له خوا د «لاسوهنو د اندېښنو» له امله له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شي.

د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د کانګرېس جمهوري غوښتونکي جاش برچین ويلي: «د بایډن او هرېس ادارې ویجاړونکي وتلو افغانستان بېرته طا-لبانو ته وسپاره او دا اوس څرګنده شوې چې زموږ د مالیه ورکونکو ډالر د طا-لبانو په ګټه کارول کیږي.»

ښاغلی برچین وايي، د دې لایحې تصویب د دې لپاره اړین دی چې د امریکا د مالیې پیسې نور د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې په غیر مسٶولانه ډول ونه کارول شي.

امریکا له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو څخه دی. د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د امریکا متحدو ایالاتو تر اوسه د هغو افغان کډوالو لپاره ۲۱ میلیارده ډالر لګولي چې له دغه هېواده ایستل شوي دي.

ياده خبري شبکه وايي چې طا-لبانو د ډېرو غیر انتفاعي موسسو واک په لاس کې اخیستی او د امریکا مالي مرستې په غیر مستقیم ډول د دې ډلې جیبونو ته ځي.

د دغه راپور له مخې، له هغه راهيسې چې طا-لبان واک ته رسېدلي، ملګرو ملتونو دغه هېواد ته ۲،۹ میلیارده ډالره نغدې پیسې لېږلې چې یوه برخه یې طا-لبانو ته رسېدلې ده.

تر دې مخکې په کانګرېس کې د جمهوري غوښتونکو بل استازي تیموتي بروچیت له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ ۳۵ ټریلیون ډالره پور لرو او اړتیا نه لرو چې د خپلو دښمنانو مالي تمویل وکړو.»

ښاغلي بروچیت د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه وکړه چې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو د رسولو مخنيوى نه کوي.

هغه پر اېکس لیکلي: «موږ باید  د بهرنیو چارو دا وزارت ویجاړ کړو او له سره يې جوړ کړو.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا