اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکاییان په پوځي یونیفورم کې نه منو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د طا-لبانو حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د صهیونیسټي رژيم وحشي ډوله جنایتونو ته په اشارې سره په یولړڅرګندونو کې ووئیل، اسرائيلو یو غاصب او ظالم او جنایتکار رژيم دی.

امیر خان متقي  د بی بی سي له پښتو څانګې سره  په خبرو کې د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې  د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په اشارې سره  ووئیل، د فلسطین په موضوع کې داسلامی نړۍ نظر روښانه دی اسرائیل یو غاصب او ظالم رژيم دی.

 هغه همداراز  دې ته په اشارې سره چې  له ټولو هیوادونو سره  د سیاسی او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو ،ټينګار وکړ، امریکایانو ته مو د دوحې د خبرواترو  په وخت هم وئیلي دي  او اوس هم وایو چې مونږ یو امریکایی وګړی په پوځي یونیفارم کې نه شو منلی ،البته که د ډيپيلوماټ په یونیفارم کې  راځي نو څه خبره نه  ده.

د افغانستان د طا-لبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست  سره له دې چې د کابل ځيني چارواکي  د امریکا د بندیزونو په لیست کې دي ،  ومنله مونږ د بهرنیو  سفرونو لپاره  هیڅکله هم له امریکا اجازت نه دی اخستی.

امیر خان متقي زیاته کړې ده، په هغو درو کلونو کې چې د طا-لبانو دحکومت تیریږي، بهرنی سیاست  مو د سیمې له هیوادونو سره د چورلیزي اقتصاد په چوکاټ کې   او انډولیز دی، ځکه نه غواړو ، افغانستان  له دې وروسته د نړۍ دقدرتونو د منفی سیالۍ میدان شي. او باید ووایو چې  د افغانستان طا-لبانو هیڅکله هم  د تحریک طا-لبان پاکستان(ټي ټي پي) له لمسونې څخه  ملاتړ نه دی کړی ، مونږ له پاکستان سره په ملګرتیا کې  خپل مسئولیّت ترسره کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا