اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکایي ډیپلوماټ: امریکا حقاني نه دی بخښلی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د امریکا مخکینی سفیر باوري دی، چې واشنګټن سراج الدین حقاني چې د نیولو په سر یې ۱۰مېلیونه امریکایي ډالر جایزه اېښودل شوې نه دی بخښلی.

رونالډ نیومن ویلي، ښایي امریکا به د حقاني په اړه په راتلونکي وخت کې کوم نظر ولري.

د حقاني شبکې د طا-لبانو د اوسني کورنیو چارو وزیر په مشرۍ، د امریکا او د افغانستان حکومت سره به جګړه کې د پراخو او لویو بریدونو مسوولیت لاره.

امریکا په ۲۰۱۲کال کې دغه ډله د ترهګرو په نوملړ کې شامله کړه.

همدارنګه امریکا د سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د مالوماتو د شریکولو په سر ۱۰ مېلیونه ډالر جایزه اېښې ده. دغه جایزه لاهم د امریکا د عدلیې وزارت په ویب پاڼه کې شته.

له بل پلوه بیا امریکا سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني په سفر هوکړه کړې وه.

حقاني په چنګاښ میاشت کې اجازه ترلاسه کړه، چې اماراتو ته سفر وکړي چې په یوې «امنیتي او د سولې په ناسته» کې ګډون وکړي.

رونالد نیومن د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې امریکا د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر نه دی بخښلی؛ خو په امریکا کې عمومي انګېرنه دا ده، چې «باید په دې برخه کې مختګ وشي.»

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر وویل، چې حقاني شاید منځلاری نه وي؛ خو «په کندهار کې د طا-لبانو پرتله بیا ډېر د منځلارۍ پلوي دی.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا