اسلایدشومهم مطالبنړۍ

امریکایي چارواکي: اروپا به د اوکراین د سولې د خبرو برخه نه وي

د امریکا او روسیې ترمنځ به د اوکراین د جګړې پایته رسولو خبرې په نږدې راتلونکي کې د سعودي عربستان په کوربتوب پیل شي.

که څه هم دغو خبرو لپاره تر دې مهاله روسي پلاوی نه دی مالوم خو رویټرز د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رییس مایکل مک‌کال په حواله راپور ورکړی چې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک ولټز او منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی، سټیف ویټکوف به د امریکايي پلاوي برخه وي.

په ورته مهال، اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت کیلوګ ویلي چې اروپا به د اوکراین د سولې د خبرو برخه نه وي.

هغه د مونیخ په امنیتي غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: « زه ریښتیا پال یم، فکر نه کوم چې داسې وشي.» کیلوګ دغو خبرو کې د اروپایي ټولنې ګټو ته د پاملرنې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې: « دا په دې مانا نه ده چې د هغوی ګټې به له پامه و غورځولې شي.»

خو اروپایي هېوادونه د اوکراین په خبرو کې چې د اروپا پر امنیت خورا اغېز کوي، د دوی نشتون د نه منلو ګني.

د فنلنډ ولسمشر مونیخ کې خبریالانو ته ویلي: « د اوکراین، د اوکراین د راتلونکي او د اروپا د امنیت په تړاو خبرې له اروپا پرته نشي کیدای.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اروپا ته یو لړ ارزونکي سوالونه لیږلي و چې د اوکراین د امنیتي تضمین په برخه کې څه مرسته کولی شي.

اروپا سره په نه همغږۍ، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټرمپ ناڅاپې ټیلیفوني اړیکې اروپایي هېوادونه وار دمخه د اوکراین د سولې په برخه کې د خپل رول په تړاو اندېښمن کړي دي.

مایکل مک‌کال ویلي، سعودي عربستان کې دغه خبرې د اوکراین جګړې پایته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ د کتنې برابرولو په موخه کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي مونیخ کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جې ډي ونس سره کتنه کې ویلي چې سعودي عربستان کې دغو خبرو ته نه دی بلل شوی او په خبره یې، کییف له متحدینو سره تر سلا وړاندې، روسیې سره خبرو ته نه حاضریږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا