اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

امریکايي سناتور په افغانستان کې د چین د نفوذ په اړه اندېښنه وښوده

دید خبري آژانس: امریکايي سناتور ایریک شمیت په افغانستان کې د چین پراخ نفوذ د امریکا لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه امریکايي سناتور ویلي، چې امریکا په افغانستان کې لویه هوايي اډه درلوده، چې د ده په وینا اوس یې د چین پام ځان ته اړولی دی.

تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې امریکا باید له افغانستانه تر وتلو وروسته د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه ساتلې وای.

امریکايي ځواکونه د اسد په ۱۴مه د کابل له هوايي ډګره تر وتلو مخکې د بګرام له هوايي اډې ووتل.

د دغه امریکايي سناتور په وینا، له افغانستانه د امریکا وتل زیانمنونکي وو او اوس واشنګټن د نړۍ په کچه د هغې پایلې ویني.

هغه زیاته کړه چې د جوبایډن اداره ډیره کمزورې ښکاریده او په ډاګه یې کړه چې له افغانستانه وتل ناسم مشوره وه.

دغه امریکايي سناتور په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې پوځي تاسیساتو ته هم اشاره وکړه چې د ده په وینا اوس د هغو کسانو په لاس کې دي چې پر نورو ظلم کوي.

هغه په ​​افغانستان کې د چین د نفوذ په اړه وویل: «اوس موږ وینو چې چین په افغانستان کې هم خپل نفوذ پراخ کړی دی. دا هم یوه لویه اندیښنه ده. موږ هلته یوه لویه هوايي اډه درلوده او اوس د چین له خوا ورته پام شوی دی.»

خو هغه وويل، فکر نه کوي چې د امريکا خلک دې بيا په افغانستان کې پوځي مداخلې ته لېواله وي.

سناتور شمیت زیاته کړه چې د امریکا خلک غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ په اړه لا زیات بحثونه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا