اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورسیاستمهم مطالبګزارش

امام علي رحمان: په افغانستان کې دې د بشري ناورین مخنیوی وشي

دید خبرې آژانس: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کې په خپله وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

هغه وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د تاجکستان جمهور رئیس همداراز د افغانستان د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت او د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په برخه کې د دوشنبې ملاتړ او همکاري اعلان کړه.

ښاغلي رحمان وویل: «تاجکستان تل چمتو دی چې په افغانستان کې د سوله ییز ژوند په بېلابېلو برخو کې د بیا احیا او پراختیا لپاره مرسته وکړي. په ورته وخت کې زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې په طبیعي پېښو کې د زیانمن شویو په ګډون د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د بشري ناورین د مخنیو په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.»

په دغه کتنه کې مسعود پزشکيان هم په سیمه کې په بهرنۍ لاسوهنو نیوکه وکړه او ویې ویل ایران له نړۍ او ګاونډیانو سره د مساوی دریځ په لرلو سره د اغېزمنو اړیکو لرلید لري.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وویل: «د سیمې نوی نظم باید هراړخېزه او د ټولو ګاونډیانو په ګټه وي. هغه نظام چې د ګاونډیو هېوادونو ګټې پکې نه وي، پایښت نه لري. درېیم، ګاونډیان او وروڼه هېوادونه باید خپلې ارزښتمنې سرچینې د تېښتې او وسلو په سیالۍ کې ضایع نه کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دغه سازمان د کلنۍ غونډې په پرانستونکې وینا کې ويلي چې په افغانستان کې له قوانینو څخه د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې د مخنیوي لپاره کار اخیستل کېږي. په ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو سربېره، د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون آن د ښځو په غږ او مخونو هم نوي بندیزونه وضع کړي دي.

ښاغلي ګوترش وویل: «داسې ښکاري چې موږ هره ورځ د ښځو وژنې، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی او ډله ييز جنسي تېري سره مخ یو، که د سولې په وخت کې وي یا د جګړې د وسلو په توګه. په ځینو هېوادونو کې، قوانین د زیږون روغتیا او حقونو تهدید لپاره کارول کیږي. او په افغانستان کې، قوانین د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې د دوام لپاره کارول کیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي ګوترش د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا