اسلایدشوافغانستانراپور

اقتصاد وزارت تېر کال کې ۲۳۴ بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلې

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اقتصاد وزارت وایي، ۱۴۰۳ هجري – لمریز کال کې یې پنځو بهرنیو او ۱۲۹ کورنیو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلې دي.

د دغه وزارت ویاند ویلي، دغه بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا، زده کړو، کرنې، مالدارۍ او د پېښو لپاره د چمتووالي په برخو کې کار کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب زیاته کړه: «په ۱۴۰۳ کال کې پنځو بهرنيو او ۱۲۹ کورنيو بنسټونو ته د اقتصاد وزارت له‌ لوري د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.»

د اقتصاد وزارت د شمېرو لمخې، دا مهال په افغانستان کې د ۲۸۰ بهرنیو بنسټونو په ګډون شاوخوا ۲۶۰۸ نادولتي بنسټونه فعال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button