اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

افغان کډوال په لندن کې دوه کسان په چاقو ټپیان کړل

دید خبري آژانس: د لندن پولیسو هغه سړی نیولی، چې په لندن کې یې د افغان کډوالو په هوټل کې د چاقو په وسیله دوه کسان د تپی کړی.

د لندن د ساري منطقه د پولیسو په یوه بیانیه کې ویل شوي چې برید کوونکی د یکشنبې په ماسپښین د کراون پلازا په هوټل کې د دوو کسانو له ټپي کولو وروسته نیول شوی دی.

پوليس وائي چي په هوټل کښي دننه يو کس او څنګ ته ګراج کښي موجود يو کس په چاقو ژوبل شوي او دواړه شفاخانی ته رسولي شوي دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ټینګار وکړ چې حکومت د کډوالو «هوساینې او خوندیتوب» ته جدي پاملرنه او ژمنه کوي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي هم په دغه هوټل کې مېشت وو.

له نیول شوي کس څخه تحقیقات دوام لري او پولیسو له عیني شاهدانو غوښتي چې که معلومات ولري له هغوی سره اړیکه ونیسي.

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ یو پخوانی افغان ژباړونکی په واشنګټن ډي سي کې په ډزو ووژل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا