دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۹۷۵راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۴مه نېټه د تورخم له لارې ۳۵۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲زره ۸ سوه تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۳۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶۶تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۱ زره ۸ سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په ورته وخت کې وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې ۳۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶۶ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
په سپین بولدک کې همدارنګه ۲۹۲ کورنۍو سره ۲ میلیونه ۴۳۶ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده نېټه د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې هم ۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر ۱۸ تنو ته رسېږي هېواد ته راستنې شوې او هلته له ۸۷ کورنیو سره ۶۸۰ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غويي میاشتې په ۴مه نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۷ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۴۱ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او له دې ډلې څخه له ۸۷ کورنیو سره ۶۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده او له دې لارې څخه ۱۴۹۱ مسافر هم خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده نېټه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۱۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۰۸ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او ۲۰۷ کورنیو سره یې ۱ میلیون ۵۲۰ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه هم ۱۹۹ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۰۷۵ تنه وو، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۳۷ زره ۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی او ټول ټال ورته ۱۷۳۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.