اسلایدشوافغانستانکډوالي

افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۷۵۲ افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه د تورخم له لارې ۲۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۲۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶۶تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲میلیونه ۳۸۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په ورته وخت کې پرون د سپین بولدک له لارې ۲۲۷ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۱۷۶ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

په سپین بولدک کې همدارنګه ۲۲۳ کورنیو سره یو میلیون ۸۴۲ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وري میاشتې په ۲۴ مه نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۳۴ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او له دې ډلې څخه له ۸۹ کورنیو سره ۷۰۸۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده نېټه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۲۲ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۵۹ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او ۲۱۸کورنیو سره یې یو میلیون ۵۹۲ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې پرون له کابل څخه هم ۱۳۲ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۷۲۷ تنه وو، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۴۲ زره ۹۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی او ټول ټال ورته ۱۴۹۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button