اسلایدشوافغانستانحکومتخبرراپورکډوالي

افغان کډوالو ۱۰۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي

دید خبرې آژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۱۱۲۷ راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی.

د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غويي میاشتې په ۳مه نېټه د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳زره ۶۰۰تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې همدارنګه ۳۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵۱تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۷۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په ورته وخت کې پرون د سپین بولدک له لارې ۳۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۱۹ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

په سپین بولدک کې همدارنګه ۳۰۸ کورنۍو سره ۲ میلیونه ۲۱۲ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده نېټه د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې هم ۱۰ کورنۍ، چې د غړو شمېر ۷۲ تنو ته رسېږي هېواد ته راستنې شوې او ۷۰ زره افغانۍ مرسته هم ورسره شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غويي میاشتې په ۳مه نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۳۰ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او له دې ډلې څخه له ۸۹ کورنیو سره ۷۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده او له دې لارې څخه ۱۶۲۷ مسافر هم خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده نېټه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۵۱ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۵۳ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او ۲۵۰ کورنیو سره یې ۱ میلیون ۸۱۴ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې پرون له کابل څخه هم ۱۳۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۷۱۳ تنه وو، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱۹ زره ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی او ټول ټال ورته ۱۸۸۹ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button